دکورنیو چارو وزارت ټول د شرایط وړداوطلبانو ته بلنه ورکوی ترسو دلاندی پروژو په داوطلبی کی ګډون وکړی.

moi-af
DFGFAAFGGF

Publish Date

Closing Date

دکورنیو چارو وزارت ټول د شرایط وړداوطلبانو ته بلنه ورکوی ترسو دلاندی پروژو په داوطلبی کی ګډون وکړی.
1-    دکورنیو چارو وزارت د قطعاتو اوجزوتامونو د مخابروی تجهیزاتو ۲۵ قلمه د اړتیا وړپروژه.
2-    دکورنیو چارو وزارت د قطعاتو اوجزوتامونو د دسکتاپ او لبټاپ ۶ قلمه کمپیوټرونود اړتیا وړپروژه.
3-    دکورنیو چارو وزارت د قطعاتواو جزوتامونو د یو قلم سکنر دروازه د اړتیا وړپروژه.
4-    دکورنیو چارو وزارت د قطعاتواوجزوتامونو د دری قلمه سولراو بطری د اړتیا وړپروژه.
5-    دکورنیو چارو وزارت د ناک د شبکی ۱۱ قلمه وسایل اوتجهیزاتود اړتیا وړپروژه.
     او د شرطپاڼی د ترلاسه کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست ته مراجعه وکړی اوخپل آفرونه د شرطپاڼی د شرایطو او د تدارکاتو د قانون او کړن لاری سره سم ترتیب او د اعلان له نشر څخه (۲۱ تقویمی ورځی) وروسته په پوښلی پاکټ کی سره د مهر او امضاء د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چی د کابل نړیوال هوایی ډګر د ۸۰ متره سړک ته څیرمه موقعیت لری وسپاری، نا وخت رسیدلی او له انټرنټ څخه اخیستل شوی آفرونه اداره ته د قبول وړ ندي او همدا راز د آفر تضمین د شرطپاڼی مطابق اخیستل کیږی چی د آفر پرانستي غونډه د آفر د میعاد د ختمیدو سره یوځای د کورنیو چارو وزارت په تدارکاتو ریاست کی تر سره کیږی.
یادونه: شرطپانه د تدارکاتو ریاست له طریق نه ورکول کیږی که چیری د شرطپاڼی او د داوطلبی تر منځ توپیرشتون ولری د شرطپاڼی متن د اعتبار وړدی.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ مقام او د امنیه قوماندانۍ د ګډ قراول دروازه او د احاطې دیوال د جوړولو د چارو پروژه

پدې توګه د ملي تدارکاتو ریاست 20580 ګڼې27/12/1447نېټې متحدالمال پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ مقام او د امنیه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د ودانیو د عمومي ریاست د ډیپو د اړتیا وړ برښنايي اجناسو چمتو کول او بشپړول پروژه

پدی توګه د ملی تدارکاتو ریاست د تدارکاتو د پالیسی آمریت د (20580) شمیره متحدالمال د دویمی مادی د (6) بند پربنسټ ټولو داوطلبانو ته خبرورکول کیږی  چی د کورنیو چارو وزارت د ودانیو د عمومي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۱۱
Background image

د اقتصادي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د بانکرونو د دفترونو د ایزوګام اچولو، د چت د کانکرېټ اچولو، د برېښنايي سیستم د ترمیم، د اوبو رسولو د سیستم د ترمیم او د PVC پارتیشنونو د نصبولو چارې پروژې

په دی توګه د ملی تدارکاتو ریاست د تدارکاتو د پالیسی آمریت د (20580) شمیره متحدالمال د دویمی مادی د (6) بند پربنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې . . .

Back to tenders