دوه تنه چې څه موده دمخه یې ډاکټران وهلي ډبولي وو، ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۹:۴۷
6

د روان کال د غبرګولي په ۱۳مه نېټه د کابل ښار د شپږمې ناحیې په اړوند یوه روغتون کې کله چې پر کورونا اخته ناروغ ساه ورکوي، نو د یاد روغتون ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي د ناروغ د خپلوانو له لوري وهل کېږي او همدارنګه د روغتون تجهیزات له منځه وړل کېږي. 
تېر مازدیګر پولیسو د همدې قضیې په تړاو دوه تنه هر یو ګل محمد او حبیب الله نیولي دي.
هغه کسان چې د ډاکټرانو پر وړاندې له زور او ګواښ څخه کار اخلي او د هېواد روغتیايي پانګو ته زیان رسوي، یو ځل بیا خبرداری ورکول کېږي چې نیول کېږي او همداراز عدلي او قضايي بنسټونو ته ورسپارل کېږي.
په سختو ورځو کې د خپلو ډاکټرانو تر څنګ ودرېږئ؛ نه دا چې ویې رټئ.