خوست: ۷ تنه له زرګونه نشه یي ګولیو سره ونیول شول

د خوست نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اووه تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو ۷۸۳۲ نشه یي ګولۍ او یوه اندازه چرس او شيشه ترلاسه شوي دي.