خوست کې یو شمېر نښلېدونکي ماینونه کشف او شنډ شول.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا د یاد ولایت د مرکز په دولس فامیلیو کې څلور کړۍ نښلېدونکي ماینونه، یو د راکټ ګولۍ، دوې مخابرې او ۳۰ ډزه د کلاشینکوف ګولۍ کشف او شنډ شول.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه او چاودېدونکي توکي د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.