خوست کې پولیسو د سلاح او د قتل په تور څلور تنه نیولي
یکشنبه، 8 ثور 1398
د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند د تروریزوم سره د مبارزې پولیسو درې تنه د سلاح او یو تن د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت پولیسو د قتل په تور نیولي.
له یادو درو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف دوه میله تفنګچې هم لاسته راغلي دي
د یادولو وړ ده، چې نیول شویو کسان له څیړنو وروسته دوسیې به یې مربوطه څارنوالۍ ته ور وسپارل شي.