خوست کې پنځه غیرمسووله وسله وال ونیول شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۴:۳۹
f

د خوست ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه غیرمسووله وسله وال نیولي دي.
له یادو کسانو څخه څلور میله بېلابېلې وسلې، ماینونه او نظامي یونیفورم هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.