خوست کې له خونړۍ پېښې مخنیوی وشو.
د خوست ولایت د مرکز اړوند کونډیو کلي کې دوه لرې واټن ویشتونکې راکېټ مرمۍ چې خوست ښار او میدان لور ته د فیر کولو لپاره اېښودل شوې وې، د خوست د ملي پولیسو له خوا کشف او خنثی کړل شوې.
د دې تر څنګ، د ملي پولیسو له خوا د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې درې کړۍ ماینونه او چاودېدونکي توکي هم کشف او خنثی کړل شول.
د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي؛ خو د پولیسو پلټنې روانې دي.