خوست کې د هدفي وژنو یو لامل کس ووژل شو

د خوست پولیسو تېر ماښام د خوست ولایت د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو ترهګر چې د پولیسو په هدفي وژنو یې لاس پورې کاوه، وژلی دی.
یاد ترورېست د خوست ښار په مجاهد څلورلارې سیمه کې له بې غږه تفنګچې څخه په ګټې اخیستنې سره پر پولیسو ډزې کړې وې، چې له امله یې یو پولیس برسېرن ژوبل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې له دې کس څخه یوه قبضه بې غږه تفنګچه هم ترلاسه شوې ده.