خوست کې د ماین خښوونکو د څلور کسیزې ډلې د نیول کېدو برسېره، لوګر او غزني کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳ - ۱۳:۵۸
1

تېر ماښام د خوست ولایت د مرکز په اړوند لکڼو سیمه کې څلور ماین خښوونکي نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو غوښتل په یاده سیمه کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په موخه ماین ځای پر ځای کړي، چې د پولیسو له‌خوا لاس په لاس ژوندي نیول شوي دي.
بل‌خوا ترهګرو د لوګر – کابل پر لویه لار او د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو له‌ لوري پر وخت کشف او له منځه یوړل شوي دي.