خوست کې د درېیو ماین چاودنو مخه نیول شوې.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د مرکز په ګلزار اکا سیمه کې د دوه ماین چاودنو او د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په بهرام خېلو کلي کې د یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.
د دې ترڅنګ؛ د خوست پولیسو د علیشېرو ولسوالۍ په تریزیو سواکیو سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې له یوه کوره څلور میله کلاشینکوفونه، پنځه مخابرې، نظامي یونیفورمونه او یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.