خوست کې دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل.
ترهګرو یاد ماینونه د خوست ولایت د مرکز او صبریو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.