خوست کې دوه تنه د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو دوه تنه د وسلو د قاچاق په تور نیولي.
یادو کسانو غوښتل ۱۲۴۰ ډزه د کلاشینکوف ګولۍ او درې ډزه د راکټ ګولۍ قاچاق کړي، چې د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ په زورکوټ کلي کې د پولیسو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.