خوست کې درې وسله وال غله ونیول شول
تېره ورځ د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د صبریو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې وسله وال غله نیولي دي.
یاد غله د صبریو ولسوالۍ د یو مېشتي د سراچه ډوله موټر د غلا په قضیه کې تورن پېژندل شوي، چې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.