خوست ولایت کې د سیم باکسونو پینځه پایې دستګاوې کشف شوې.

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۹/۲۰ - ۱۰:۶
moi


خوست ولایت کې د مخابراتي شبکو پینځه دستګاوې (سیم باکسونه) له یو اندازه نورو تجهیزاتو سره، چې په غیر قانوني توګه د هېواد د اقتصادي او امنیتي ګتو په خلاف کارول کېدې، کشف او ضبط شوې.
کشف او ضبط شوې دستګاوې، د یوه مارکېټ دننه د پولیسو د یو لړ کشفی عملیاتو په ترڅ کې لاسته راغلې دي.
له دې سیم باکسونه؛ مخابراتي شرکتونو ته د مالي زیان سربېره، په ترهګریزو فعالیتونو کې هم ترې ګټه اخیستل کېده.
له کشف او ضبط شویو دستګاو سره، څلور پایې کمپیوټر، یو اندازه توکي او ۳۰۰ قطعې سمیکارتونه ترلاسه شوي دي.
د دې قضیې په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او د پېژندنې په موخه د پولیسو څېړنې روانې دي.