خوست ولايت کې ١١ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ونيول شول.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په تېره يوه اوونۍ کې په مرکز او ولسواليو کې د اسماعيل خېلو، تڼيو او ګربزو په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۱۱ تنه نيولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه چرس، هیروین، شیشه، تریاک او زرګونه نشه یی توکې ترلاسه شوی دی.