خوست او پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني حل او روغه یې وشوه
د خوست ولایت د مسؤلینو په هڅو او د علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، د خوست ولایت د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ او د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني، چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي وو، هواره او په روغه جوړه یې وشوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د خوست مرستیال والي الحاج مولوي محبوبشاه قانت وویل، هڅه کېږي چې په دغه ولایت کې نورې شخړې هم د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، څو د خلکو ترمنځ دښمنۍ ورکې شي او د ورورولۍ او سولهییز ژوند فضا لا پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده چې دا په خوست ولایت کې د کورنیو ترمنځ د دښمنیو ۱۲۲مه قضیه ده چې د دغه ولایت د شخړو د حل او مخنیوي کمېسیون له لوري په بریالیتوب حل شوې ده او د نورو مواردو د حل لپاره هم جدي هڅې روانې دي.