خوست، میدان‌وردک او لوګر ولایتونو کې له ګڼو ترورېستي پېښو مخنیوی شوی

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۹:۵۶
7

پولیسو په خوست، میدان‌وردک او لوګر ولایتونو کې د پنځو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې له پنځو خونړیو ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی دی.
پولیسو د خوست ولایت په فارم باغ سیمه کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې، د میدان ورک ولایت په مرکز میدان ښار کې د دوه درنو ګولیو له چاودنو او همدارنګه د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې هم له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو غوښتل د دې پېښو په ترسراوي سره ملکي خلک په نښه کړي.