خواجه غار ولسوالۍ د دښمن له شتونه په بشپړه توګه چاڼ شوه.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۱۰:۵۶
x

ترهګرو طالبانو د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په ځینو برخو برید وکړ، چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له غوڅ ځواب سره مخ شول.
تېره شپه دا ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه په بشپړه توګه چاڼ شوه، چې له څو ساعتونو وروسته د دیادې ولسوالۍ وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځېده.
همداراز کمانډو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د یادولو وړ ده چې د یادو عملیاتو په لړ کې د دښمن یو ډېر شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات تخریب شوې دي.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خواجه غار ولسوالۍ ټولو مېشتو ته ډاډ ورکوي، چې دښمن له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې ځواک نه لري او د دوی هر ډول خوځښت ته به په اوسپنیز سوک ځواب ورکړي.