خبرداری!
د مسلح قواوو ( د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست) پرته، ټولو غیر دولتي کسانو ته په جدیت او وضاحت سره خبر ورکول کېږي چې هیڅ څوک حق نه لري څو د خپلو پیکپو، ډاډسنو، هایلکسو او یا هم نورو هر ډول موټرونو په باډیو کې خپل ساتونکي ولېږدوي.
همدارنګه د امنیتي او دفاعي بنسټونو له مسئولینو ور اخوا هېڅ څوک نیمه درنې وسلې (راکت، پیکا او دهشکه) د خپل ځان د ساتلو په موخه؛ نه په ښارونو کې لېږدولی شي او نه يې هم په کورونو کې کارولی شي.
د افغانستان ملي پولیس د خلکو د رواني او عیني امنیت د ساتلو په موخه د دغو چارو په پلي کولو مکلف دي.
په دې ورځو کې په لکونو هېوادوال د داسې مشروع او معقولو بندیزونو د راوستو غوښتونکي شوي دي.
له خپلو پولیسو سره اوسئ!