خبرتیا
د مسافر وړونکو او لوړتوناژ موټرو ټولو مالکینو ته ابلاغ کېږي، څو د خپلو وسایطو د اسنادو د طی مراحل او همدارنګه د مالیاتي چارو د تنظیم په پار د ترافیکو ادارې ته مراجعه وکړي. هېڅ موټر له جواز پرته د ګرځېدنې حق نه لري؛ که دې ټکي ته پاملرنه ونه کړي نو د ترافیکو جریمه پاڼو ته ځواب ویونکي دي.
یو ځل بیا یادونه کېږي چې په ترانسپورتي ټولنو کې غړیتوب د مالیې او د قانون د تنفیذ په برخو کې د موټر لرونکو مسوولیت نه کموي. هېڅ موټر لرونکی حق نه لري چې د اړونده ټولنې د غړیتوب د کارت په وسیله له جواز سیر او مالیې څخه ځان معاف وګڼي.
له ترافیک پولیسو سره همکار اوسئ، ځکه د ترافیکي چارو د سرغړوونکو پر وړاندې به قانوني جدي چلند ترسره شي.