خبرتیا! 

moi-af
ثقر

د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د 31 مې غونډې پربنسټ، چې له 13/1/1402نېټې سره  برابره ده، پرېکړه وشوه چې؛
د امیرالمومنین حفظه الله د 519 ګنې فرمان د تطبیق په موخه په ټول هیواد کې د نقلیه وسایطو په ښېښو د تور رنګ، بېلابېلو سټيکرونو او ټول هغه څه، چې د خلکو د هویت په پېژندلو کې ستونزې منځ ته راوړي، منع ګرځول شوي دي..
په دې توګه د کورنیو چارو وزارت ټولو اړونده منسوبینو ته سپارښتنه کېږي، چې د یاد فرمان د پلي کېدو په برخه کې  د شرعي اصولو او د مشرتابه د لارښوونو په  رڼا کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د هیواد د ټولو قومندانیو، پوستو او چیک پواینټونو اړونده منسوبینو ته لارښوونه کيږي، چې هغه سپارښتنې او مکلفیتونه، چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت له لوري په یو ځانکړي حکم کې درپېژندل شوي دي؛ عملي کړي.

مطبوعاتي اعلامیې

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۰:۸
Background image

د پولیسو اکاډمۍ لویې قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ بېلابېلو پوهنځیو ته په شرایطو برابر مینوالو ته چې پخوا یې فزیکي معاینات په بریالیتوب سره ترسره کړي او د ازموینې د ملي ادارې فورمې ی

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۳۸
Background image

د پاسپورټ د عمومي ریاست خبرتیا

ګرانو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د یخ موسم او د مراجعینو لپاره د بشپړو اسانتیاوو د نه شتون، دغه راز د مراجعینو د ازدحام له امله د پاسپورټ ریاست

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ لویې قوماندانۍ خبرتیا!

د پوليسو اکاډمۍ د تېرې خبرتیا په دوام یوځل بیا هغه مینوالو ته خبر ورکول کېږي؛ چې د تیرو لسو کلونو راهيسې په یو شمیر ولایتونو کې لکه: زابل، بادغیس،

Back to announcements