حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
01

تېره ورځ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو یو کس د پنځه کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس ضبط شوي تریاک د کالیو په منځ کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې ترکیې هېواد ته یې قاچاق کړي، چې د پولیسو لخوا ونیول شول.