جوزجان کې سلګونو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د جوزجان امنیې قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو له ۱۲۰ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره چې پخوا د یوې مؤظفې کمېټې له لورې تثبیت شوي وو د ۹ قلمه خوراکي توکو مرسته وکړه. په مرستو کې اوړه، غوړي، وریجي، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو.