جوزجان کې د ګرځنده ګزمو په موخه موټر سایکل لرونکي قطعه رامنځ ته شوه

د جوزجان امنیه قومندانۍ مسؤلین وایي، د روژې مبارکې میاشتې او د پسرلي فصل د رارسېدو په مناسب یې د موټر سایکل سپرو پولیسو ګرځنده ګزمې منځته راوړي، چې د جنایي جرمونو د مخنیوي او امنیت د ټینګښت په موخه به د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې فعالیت کوي.
په ټول هېواد کې د کورنیو چارو وزارت پولیس ګرځنده ګزمې لري چې د هېوادوالو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو او سرښندنو درېغ نه کوي.