تخار کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د تخار ولایت پولیسو ۷ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل، غلا او نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د تالقان ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه د قتل، د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه د غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو او همداراز د تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې او چال ولسوالۍ په اړوند پرتو سیمو کې درې تنه د څارویو د غلا په تړاو نیول شوي دي.