تخار کې ۱۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۱۰:۵۰

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر تهاجمي بریدونه په شا تمبولي او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نښته داسې مهال رامنځته شوه چې ترهګرو طالبانو غوښتل د ینګي کلا ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غاښ ماتوونکي غبرګون سره مخ شول او په پایله کې یې شپږ ترهګر طالبان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.