تخار کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بنګي ولسوالۍ اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۴
طظزرظطزر

د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ اداري ودانۍ، چې د کورنیو چارو وزارت د پراختیايي بودیجې په لګښت د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې، د تخار والي مولوي سمیع‌الله حزب‌الله او یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د تخار والي د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې ډېر ژر به د دغه ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو اداري ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او په ځینو نورو ولسوالیو کې به د ورته ودانیو د جوړولو عملي چارې پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د هغو ولسوالیو اداري ستونزې حل شي چې د مناسبو ودانیو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وې.

د یادونې وړ ده، چې د بنګي ولسوالۍ اداري ودانۍ په یوه پوړ کې په معیاري او اساسي ډول جوړه شوې او ۱۰ اداري خونې، د غونډو یو تالار، دهلېز او تشنابونه لري.