بلخ کې یو ودانیز شرکت چې سپکې او درنې وسلې یې پلورلې له پېژندنې وروسته یې وسلې ضبط شوې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۰:۶
s

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو، یو ودانیز شرکت چې په پټه یې سپکې او درنې وسلې پلورلې، پېژندلی او د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې ټولې هغه وسلې کشف او ضبط کړې چې غوښتل یې ویې پلوري.
دا شرکت چې د مزارشریف ښار د دویمې ناحیې په اړوند ګذر قوای کار سیمه کې موقعیت لري؛ یو شمېر سپکې او درنې وسلې يې لکه: ماشیندارپیکا، کمري تفنګچې، د راکټ انداز ګولۍ، د کلاشینکوف سلګونه ډزه ګولۍ او یو شمېر نور جګړه ییز توکي یې کشف او ضبط شول او په تړاو یې څلور تنه نیول شوي دي.
همداراز د ننګرهار ولایت د جلااباد ښار ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې میله کلاشینکوفونه او یو میل کمري تفنګچه له غیرمسووله وسله والو ټولې کړې دي.