بلخ او ننګرهار کې څلور تنه د نغدو پیسو او اجناسو د غلا په تړاو ونیول شول

د بلخ امنیه قوماندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو درې تنه د یو عراده برېښنایي موټر، اووه ځېرک مبایلونو، دوه د سرو زرو غاړه کیو او د دوه سوه زره نفدو افغانیو د غلا په تړاو نیولي دي.
په ورته مهال، امنیتي ځواکونو د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو تن د دوه سوه زره افغانیو په ارزښت د څو مبایلونو او یوې د سولر بېټرۍ د غلا په تړاو نیولی دی.