بغلان کې ۱۵ ټُنه ضبط شوي نشه يي توکي وسوځول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۸:۳۹
q

د بغلان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د روان کال له پیله تر اوسه په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۵ ټُنه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي، چې نن د دې ځواکونو لخوا د اړونده ادارو د استازو په حضور کې وسوځول شول.
سوځول شویو نشه يي توکو کې چرس، هیرویین، الکولي څښاک، تریاک او نشه کوونکي تابلېتونه شامل وو، چې په تړاو یې ۶۳ تنه د بغلان ولایت له بېلابېلو سیمو نیول شوي دي.
همداراز پدې عملیاتو کې له نیول شویو کسانو ۲۴ عرادې بېلابېل ډوله موټرونه او ۷۷ سیټه موبایلونه هم د دې ځواکونو لاسته ورغلي دي.