بغلان کې پر ۱۵۵ اړمنو کورنیو نغدي مرستې ووېشل شوې

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۶
adsaf

​د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د لارښوونې پر بنسټ، د بغلان ولایت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري پر ۱۵۵ اړمنو سوالګرو کورنیو چې تر دې وړاندې د مؤظفې کمېټې له خوا مستحقې پېژندل شوې وې، هرې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 
دغه لړۍ چې د بې‌وزلو هېوادوالو د لاسنيوي او د هغوی د انساني کرامت د ساتنې په موخه پیل شوې، موخه یې په ټولنه کې د سوالګرۍ د کچې راټیټول او له اړمنو کسانو سره د مرستې ترسره کول دي.