بدخشان کې ۸۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت له منسوبینو سره په همکارۍ د ارګو ولسوالۍ په "ګنده چشمه" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۴۰ کیلو ګرامه هیرویین او ۴۱ کیلو ګرامه تریاک له دوه میله کلاشینکوفونو سره کشف او ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي خو د عاملینو د نیولو په هدف یې د پولیسو پلټنې روانې دي.