بدخشان کې د وسلو د قاچاقبرانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف شوه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۶:۵۷
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسلو د قاچاقبرانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف کړې او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
له دې زېرمې څخه یو ډز توغندی، یو میل کلاشینکوف، یو میل کلکوف، دوه قبضې تومانچې، دوه کړۍ لاسي بمونه، دوه پایې مخابرې، یو قاب دوربین، د عکاسۍ درې کمرې، یو عراده موټر او یو اندازه نظامي تجهیزات ترلاسه شوي دي. 
بلخوا؛ د کاپیسا ولایت د حصې دوم ولسوالۍ په “افتاب چي” سیمه کې یو کس چې په جرمي فعالیتونو تورن و، د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
له دې کس څخه یو میل کلاشینکوف، دوه کړۍ لاسي بمونه او یو اندازه نظامي مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.