بدخشان کې د ترهګرو طالبانو سلګونه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول.
د بدخشان ولایت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د فیض اباد ښار په اړوند سیمو کې ۲۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړل.
د دې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي دي، چې غوښتل یې یاد چاودېدونکي له یوه موټر څخه په ګټنې ترهګرو طالبانو ته ورسوي.
له یادو کسانو درې میله وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په همدې حال کې، د دې ځواکونو د یو بل عملیات په ترڅ کې د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار د یو مېشتي له کوره ۱۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم کشف او ضبط شول.