بامیان کې د لسو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی وشو.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۲ - ۱۰:۸
x
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
یاد ماینونه د کهمرد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو، د خلکو د ګڼه ګونې په منځ، بازارونو او د سړک غاړو کې ځای پر ځای شوي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.