بادغیس کې څه باندې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي له منځه یوړل شول

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو څه باندې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او سوځولي دي.
د بادغیس ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو یاد نشه يي توکي د تېرو دوه کلونو په لړ کې د ۷۱ قضیو په ترڅ کې کشف او ضبط کړي دي.