اوو ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۳ تنه نیولي او وسلې او مهمات کشف شوي دي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۲۷
asdfas

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په هرات، فاریاب، نیمروز، خوست او لغمان ولایتونو کې ۳۳ تنه د غلاوو، وژنې، قمار او د وسایطو د شیشو تورولو په تړاو نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.
د نیول شوو کسانو لمنځه، یوولس تنه په هرات، شپږ تنه په فاریاب، شپږ تنه په نیمروز، شپږ تنه په خوست او څلور تنه نور د لغمان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
په ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یو میل وسله او یوه اندازه مهمات په کاپیسا او ۱۴ د هاوان مرمۍ د بامیان ولایت په شهیدان سیمه کې کشف او ترلاسه کړي دي.