اووه ولایتونه؛ لسګونه جریبه کوکنار ويجاړ او ٧ تنه نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۷:۲۰
sfhghs

نشه یي توکو سره د مبارزي منسوبینو ٤٣ جریبه کوکنار د بدخشان په وردوج ولسوالۍ، ١٩ جریبه په غور او لسګونه جریبه په پروان او دایکندي ولایت کې اړولي دي.
همداراز، نشه یي توکو سره د مبارزې  پولیسو ٤ تنه له ٤٥٠ کیلو چرسو سره د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ، دوه تنه په هرات کې د نشه یي توکو د جوړولو او قاچاق په تړاو او د نشه يي توکو یو پلورونکی په پکتیکا ولایت کې نيول شوی دی.