امنیتي ځواکونو یو کور ته د غلو د اوښتو پېښه شنډه کړې، یو غل وژل شوی او یو ټپي شوی
د فراه ولایت د شیبکوه ولسوالۍ د حوزک سیمې کې یو کور ته د غلو د اوښتو هڅه د امنیتي او کشفي ځواکونو د پر وخت عملیاتو په پایله کې شنډه شوه. له امنیتي ځواکونو سره د غلو د مخامخ نښتې په پایله کې یو غل وژل شوی، یو ټپي دی، یو نیول شوی او یو تن په تېښته بریالی شوی، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.د یادونې وړ ده چې له غلو څخه درې میله توپنچې، یو لوکسل موټر، ۴۵ میلیونه او ۵۰۰ زره ایراني تومن، ۵۰۰۰ افغانۍ او یوه غلا شوې توپنچه بېرته ترلاسه شوې ده.