امنیتي ځواکونو؛ په څلورو ولایتونو کې ۲۲ تنه نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په بدخشان، هرات، سمنګان او دایکندي ولایت کې ۲۲ تنه د غلا، اسنادو جعل، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
لهمنځه یې، اته تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بدخشان، شپږ تنه د اسنادو د جعل او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په سمنګان، شپږ تنه د غلا په تړاو په هرات او دوه حرفوي غله د دایکندي ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.