امنیتي ځواکونو؛ په پنځو ولایتونو کې ۲۶ تنه نیولي دي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۲:۳
fdfd

د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو په پنځو ولایتونو کې ۲۶ تنه د غلا، وژنې، قمار او د تاریخي اثارو ناقانونه کېندلو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۰ تنه د قمار او دوه تنه د ماین پاکۍ دستګاه په وسیله  تاریخي اثارو د کېندلو په تړاو، پنځه مسلکي او وسله وال غله په هرات، څلور تنه د قمار په تړاو په سمنګان، د غلو درې کسېزه ډله په خوست او دوه تنه د وژنې په تړاو د زابل ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.