امنیتي ځواکونو؛ په پنځو ولایتونو کې ۲۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۳۲
سیبلسیبل

امنیتي منسوبینو له وروستیو ۲۴ ګړیو راهیسې د هېواد په کندز، هرات، پکتیا، غزني او بدخشان ولایتونو کې د غلاوو او عامه نظم ګډوډولو په تړاو ۲۰ تنه نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له دې ډلې، اووه تنه د عامه نظم ګډوډولو په تړاو په کندز، پنځه تنه د غلا په تړاو په هرات، درې حرفوي غله په غزني، درې تنه په پکتیا او دوه تنه د څارویو د غلا په تړاو د بدخشان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.