امنیتي ځواکونو؛ پنځو ولایتونو کې ۱۱ تنه نیولي دي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۱:۳۱
ddgg

پولیسو دوه تنه له کوره د تېښتې او څلور تنه د قمار په تړاو په سمنګان، دوه تنه د جعلي سره زرو د پلور په تړاو په هرات، یو غل په بامیان او یو تن د ۸۶ زره افغانیو د غلا په تړاو د کندهار ولایت په مربوطاتو کی نیولی دی.
ورته مهال، یو غل چې د ۷۰۰ زره افغانیو سره زر یې د کندز ښار پنځمې حوزې سیمه کې له یو کوره غلا کړي وو، د یاد حوزې پولیسو نیولی دی.