امنیتي ځواکونو؛ د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۱۸ تنه نیولي
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۸ تنه د بېلابېلو غلاوو او شرابو پلور په تړاو نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، ۹ تنه د اوو ریکشاوو د غلا په تړاو په بادغیس، شپږ تنه د غلا په تړاو په هرات او درې تنه په بامیان ولایت کې د شرابو د پېر او پلور په تړاو نیول شوي دي.