الحاج مولوي عبدالله سرحدي د جوزجان ولایت د نوي والي په توګه معرفي شو
په جوزجان ولایت کې په جوړو شویو مراسمو کې، چې د کورنیو چارو وزارت لهخوا ورلېږل شوي باصلاحیته استازي، د جوزجان پخواني والي الحاج قاري ګل حیدر شفق، علماوو کرامو، ملکي او نظامي مسؤلینو، قومي مخورو او د ولس بېلابېلو قشرونو ګډون پکې کړی و، الحاج مولوي عبدالله سرحدي د دغه ولایت د نوي والي په توګه معرفي شو.
په یادو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت استازي الحاج حافظ نورالله انصار د جوزجان ولایت د پخواني والي د خدمتونو او کړنو ستاینه وکړه او د نوي والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي لپاره یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
همدارنګه نوي والي د بېلابېلو قشرونو د ګډون له امله مننه وکړه او د اطاعت او ولس ته د خدمت پر اصل یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې د جوزجان ولایت د سیمه ییزې حکومتولۍ رهبري به د امنیت د ټینګښت، ټولنیزې ارامتیا، او د خلکو د ستونزو او اساسي اړتیاوو د حل په موخه په بشپړ تعهد، پرلهپسې او نه ستړي کېدونکو هڅو سره عمل کوي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅې څخه ډډه ونه کړي.