الحاج مولوي عبدالرحمن منیر د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نوی معین وټاکل شو.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۳۲
sfa

د معرفت په غونډه کې یې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال الحاج مولوي محمد نبي عمري په ګډون د ټولګټو وزارت مالي او اداري معین، الحاج ملا عبدالحق آخند همکار، د استخباراتو لوی ریاست نظامي محکمې رئيس الحاج مولوي عبيدالله صدیق، د کورنیو چارو وزارت مقام سریاور الحاج مل پاسوال مولوي عبدالرحیم ثاقب او نورو مسوولينو او منسوبينو ګډون وکړ.
په پیل کې ښاغلي عمري خبرې وکړې د مخکېني معین کړنې ېې وستاېلې، تغير او تبديل ېې په اسلامي نظام کې یو اصل یاد کړ او نوي ټاکل شوي معین ته ېې د لا بریا هيله وکړه.
ښاغلي عمري زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په نشو د روږدو کسانو د راټولولو په برخه کې ارزښتناک ګامونه پورته شول، د نشه يي توکو کرکيله د صفر کچې ته را ټيټه شوه او په نشو د روږدو کسانو ښه درملنه وشوه.
وروسته نوي ټاکل شوي معین الحاج مولوي عبدالرحمن منیر خبرې وکړې او د نشه يي توکو سره ېې مبارزه یوه دیني وجيبه یاده کړه او له ټولو مسوولينو مجاهدینو څخه د نشه يي توکو په لمنځه وړلو کې د همکارۍ غوښتونکی شو.