الحاج مولوي امان الدین منصور د هلمند ولایت لپاره نوی والي وټاکل شو

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۳۲
asdfsaf

د معرفت غونډې ته د کورنیو چارو وزارت استازی او د یاد ولایت ټول ملکي او نظامي چارواکي راغلي وو.
ویناوالو په خپلو خبرو کې د پخواني والي کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او نوي ټاکل شوي والي ته یې په چارو کې د لا ښه خدمت غوښتنه وکړه.
پخواني والي الحاج مولوي عبدالرحمن کندزي په خپله دوره کې د مجاهدینو کړنې او سرښندنې وستایلې او له ټولو مسوولینو او منسوبینو یې غوښتنه وکړه چې د نوي والي سره د تل په څېر همکاري وکړي.
نوي والي الحاج مولوي امان الدین منصور  د تېر شل کلن جهادي بهیر پر مهال د هلمندي ولسونو قربانۍ، جهاد او خدمتونه د قدردانۍ وړ وګڼل او ژمنه یې وکړه چي د امکان ترحده به د ولسونو د حقوقو په دفاع کي خپل هیڅ راز هڅي ونه سپموي.