الحاج ملا عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت نوی اداري معین وټاکل شو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۱:۵۸
asdfaf

د معرفت په غونډه کې، د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، وزیرانو، معینانو، رییسانو، د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو، یو شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
غونډې ته د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل الحاج مولوي محمد نبي عمري، پخواني اداري معین الحاج ملا رحمت الله نجیب حاجي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیر ملا عبدالمنان عمري، د سرحدونو اقوامو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري او یو شمېر نورو چارواکو خبرې وکړې او د ښاغلي نجیب حاجي کړنې او لاسته راوړنې یې د کورنیو چارو په وزارت کې وستایلې.
ویناوالو په خپلو خبرو کې، نوي ټاکل شوي معین ته هم د چارو په سمون او لا ښه والي کې د لا موفقیت او کامیابۍ غوښتنه وکړه.