اسلام کلا بندر کې نږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د سرحدي ریاست منسوبینو د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې ۳۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي د هیرویینو له ډوله کشف او ضبط کړل.
د یادې قضیې په تړاو یو تن د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
په همدې حال کې، تېره ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو نر او ښځه د ویزو د جعلي سټیکر په تړاو له پېژندنې وروسته ونیول شول.