ارزګان کې درې ترهګر طالبان وژل شوي.

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۱۱:۴۱
xz
 
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په بزچه او چینو کلیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې ترهګر طالبان وژل شوي دي.
همداراز پولیسو په دې عملیاتو کې یو کړۍ ماین چې د ترهګرو طالبانو له خوا ځای پر ځای شو و، کشف او شنډ کړو.